ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، سردار باقري په دغې کتنې کې عمان ورور او دوست هیواد ته پخپل سفر دخوښئ په ښودلو سره د دواړو هیوادونو ترمنیخ اړیکې تل پاتې او مثبتې وبللې او وې وئيل، د اسلامی انقلاب ستر لارښود مان هیواد د ایران لپاره یو ښه ګاونډی او ورور هیواد ګڼي.
هغه د نړئ د اوسني وضعیّت په تحلیل سره چې یوه نوي نظم ته واریدیدا په درشل کې دی ، زیاته کړ، دنړۍ راتلونکی یو څوقطبی نظام نښې نښانې لري چې په هغه کې دنړۍ قدرت له لویدیځه دآسیا په لور په منتقلیدا دی او دا بدلون دمونږ پر سیمې اغیزې شیندي او په چورلټ ډول د هند سمندر دشمال لویدیځ ، عمان سمندر،هرمز تنګي کې د امنیت ټينګیدا او دپوځي اړیکو نزدیکت ته ډيره اړتیا لرو.
سردار باقري روښانه کړې ده ، د ایران اصولي سیاستونه ، په سمیې کې د امنیت ځاي تامیندا ده او دایران اوعمان ګډ اقدامات لاښه امنیتی رامینځةکولی اواثباتولی شی چې په سیمې کې د پرَدَیو شتون ه هیڅ ضرورت نه لري.
هغه دغه راز دیمن په موضوع کې د عمان هیواد د سیاستونو هوښیارۍ اوځیرتیا ته په اشارې سره ووئیل، د یمن دمځکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د عادلان ه سولې دټينګولولپاره باید هڅو ته دوام ورکړل شي.
د عمان پاچا هیثم بن طارق بن تیمور آل سعید هم ووئيل، زما تود سلام د ایران د اسلامی انقلاب رهبر او ولسمشر او ملت ته ورسوئ او ان شا ا.. په نزدې راتلونکي کې به ایران ته سفر وکړم.. هغه په دوام کې ددواړو هیوادونو ترمینځ ددفاعي صنعت او پوځي ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت په ټينګار سره ووئيل، د دواړو لورو دپوځونو ترمینځ په مختلفو پوځي اودفاعي حوزرو کې دملګرتیاؤ سویه باید لوړه شي. او د عمان سمندر او هرمز تنګي پشمول سیمه ایز امنیت یوازې د سیمه ایزو هیوادونو په وسیله هم تامیندلی شي.